دېره اسماعیل خان کې د دوو پاکستاني پوځیانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

دېره اسماعیل خان کې د دوو پاکستاني پوځیانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي


  • 1 کال دمخه (22/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 511

د خیبرپښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د دوو پاکستاني پوځیانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وایي، دغه کسان تېره ورځ په دوو جلا ماین چاودنو کې وژل شوي دي. 

 د پوځ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې لومړی برید په شمالي وزیریستان کې شوی، چې دوه پوځیان په کې وژل شوي دي. 

سرچینه زیاتوي، چې دویم برید په وانا ښار کې په یوه دوکان کې شوی، چې د یوه حکومت پلوه مشر اسلم نور وزیر په ګډون دوه کسان په کې وژل شوي او درې نور ټپیان دي.    

ټي ټي پي د لومړي برید مسوولیت منلی؛ خو د دویم هغه یې بیا رد کړی دی. 

د یادونې ده، چې تېره ورځ د باجوړ ښار په «مامېنزو» سيمه کې هم د سړک غاړې ماین چاودنې یو دولتي کار کوونکی وژلی و.