سوړ ژمی را ورسېد؛ خو له پاکستان څخه را اېستل شوي افغانان سرپناه نه لري

سوړ ژمی را ورسېد؛ خو له پاکستان څخه را اېستل شوي افغانان سرپناه نه لري


  • 1 کال دمخه (23/11/2023)
  • نظیف الله صالح
  • 523

سوړ ژمی په را رسېدو دی؛ خو لاهم له پاکستان څخه په جبري ډول  د افغان کډواالو د اېستلو بهیر نه دی پڅ شوی.

دلته د تورخم په پنډغالي کې زرګونه را اېستل شوي افغانان مېشت دي.

دوی که څه هم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي؛ خو د سرپناوو نشت یې هغه لویه ستونزه ده چې ټول یې اندېښمن کړي.

په یخو شپو کې په خیمو کې شپې سبا کول یې د ماشومانو ژوند ګواښي او له حکومت غواړي چې تر هرڅه ژر ورته د سرپناوو غم وخوري.

شیر محمد چې ۴ کاله وړاندې بد اقتصادي وضیعت بد اقتصادي وضعیت اړ کړی و، چې پاکستان ته لاړ شي، اوس تش لاس بېرته راستون شوی.

نوموړی وايي، په هېواد کې د بې کارۍ د نشت له کبله اړ وو، چې هېواد پرېږدي؛ خو له څلورو کلونو تېرولو وروسته بیا هم تشې منګولې راستون شو.

«ما څلور کاله وړاندې د مجبوریت په خاطر خپل هیواد پرېخود تر څو مو یو څه چاره وشي،خو هلته پاکستان کې راسره پولیسو دومره ظلم وکړ،چې یواځې مو خپل ځانونه په عزت کې راوویستل؛مونږ له مجبوریته تللي وو او په جبري توګه بیرته خپل هیواد ته راغلو، اوس سر پنا نلرو حیران یوو، چې کومه خوا لاړ شو، له مسوولو چارواکو زما هیله ده چې زموږ د دغې ستونزې غم وکړي.»

سرحد هغه بل را اېستل شوی افغان دی چې د تورخم په پنډغالي کې له خپلې کورنۍ سره په یوه خیمه کې ژوند کوي.

نوموړی وايي، د سختې یخنۍ له کبله یې د ماشومانو روغتیايي وضعیت خراب دی او که بل مناسب ځای ورته پیدا نه شي، نو ښايي ماشومان یې د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

 

«شاوخوا دولس شپې مو دلته کمپ کې برابریږي؛هوا د هرې شپې په تېریدو یخېږي،وړوکي اولادونه مې دي، دا یې څلورمه ورځ ده، چې د یخنۍ له وجې یې روغتیایي حالت ښه نه دی، اوس دلته کمپ کې مو وخت هم پوره دی د اوسیدلو ځای او کار اوبار هم نشته حیران یو چیرته لاړ شو او هلته به څه خورو او څه څکو که مونږ خپل ځای لرلی مونږ دلته په دې کمپ او یخ کې یوه شپه هم نه تېروله خو مجبوره یو،چې دلته شپې سبا کړو.»

بل خوا بیا په ننګرهار کې د کډوالو اوبیرته راستنېدونکو چارو ریس حاجي عبدالرحمان بازمحمد وایي، د کډوالو ستونزې یې حال کړې او تمه پلان لري چې په لعلپورې ولسوالي کې د کډوالو لپاره ۵۰۰ کورونه جوړ کړي.

 

 «مونږ پلان  لرو،چې راستنېدونکو کډوالو ته په لعل پورې ولسوالۍ کې ۵۰۰ کورنه جوړ کړو،دغه راز هڅه کوو، هغو کډوالو ته نومورې ورکړو چې دلته د سرپنا لپاره ځای نه لري.»

یاده دې وي چې د نومبر میاشت له لومړې نیټې  تر دې دمه له پاکستان هیواد څخه شاوخوا څلور سوه زره  افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

که څه هم څو ځله ملګرو ملتونو له پاکستا غوښتي چې په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ودروي، خو پاکستانی حکومت په خپله خبره کلک ولاړ دی.

د یادونې ده چې وړمه ورځ د کډوالو عالي کمیشنري هم هېواد ته د افغان کډوالو را شړل یو بحران یاد کړی او اندېښنه یې ښوودلی چې د ژمي په راتګ سره به د کډوالو ورتګ په افغانستان کې نازک بشري وضعیت نور هم خراب کړي.