د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي چې په خپله خاوره کې د ټي ټي پي پر وړاندې عملیات وکړي.
د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ تېره ورځ یو خبري کنفرانس ته ویلي چې په پاکستان کې د اوسنۍ نا امنۍ ریښه په افغانستان کې ده او ترهګرې ډلې هلته پټناځایونه لري.
هغې د خپلو خبرو پر دوام ویلي، دوی څو ځله افغان حکومت ته وریاده کړې چې پاکستان کې د جنګېدونکو ډلو؛ په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې عملیات وکړي، خو سرپرست حکومت ورته کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.
سرپرست حکومت لا په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې؛ خو تر دې وړاندې یې د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د لومړي وزیر انورالحق کاکړ د ورته څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو، چې پاکستان دې خپل امنیت خپله وساتي او دا دوی دنده نه ده چې د نورو هېوادونو د امنیت مسوولیت په غاړه واخلي.