هرات کي ترافیکي پېښي ۶ کسانو ته مرک ژوبله اړولې

هرات کي ترافیکي پېښي ۶ کسانو ته مرک ژوبله اړولې


  • 1 کال دمخه (25/11/2023)
  • شریف ولي‌زاد
  • 442

 

د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کي پرون جمعه ماښام د یوې ترافیکي پېښي له امله درې کسان وژل سوي او درې نور ژوبل سوي دي.

د یاد ولایت امنیې قومندانۍ ویلي، پېښه د یوه سراچې او د امنیتي ځواکونو د رنجر موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې چي درې تنه په کې وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د پېښې ټول قربانیان ټول ملکي وګړي دي.

د یادونې ده چې هېواد کې ډېری وخت ټرافیکي پېښې د لویو لارو خرابوالي او موټر چلوونکو د بې غورۍ له کبله رامنځته کېږي.