د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په هلمند ولایت کې د بست صنعتي ښارګوټي او دوراهي صنعتي پارک د جوړېدو پرانېسته شوې ده.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې یاد ښارګوټي د هلمند په مرکز لښکرګاه او بل یې د دغه ښار ختیځ ته په ۵۰ کېلومترۍ سیمه کې جوړیږي.
خبر پاڼه زیاتوي، دغه ښارګوټي، چې په ۱۷۵ او ۲ زره جریبه ځمکو کې جوړېږي، د هلمند کرنیزو توکو سوداګرو ته به د مارکېټ او پروسس اسانتیاوې برابرې کړي.
صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د دغې پرانېستې پر مهال د افغانستان پر صنعتي کېدو ټینګار کړی دی.
هغه ویلي، چې وارداتو له انحصاري اقتصاد څخه پر صادراتو د ولاړ اقتصاد په موخه هېواد کې د صنعتي پارکونو پرانېستل د سرپرست حکومت د پالیسیو په لومړیتوب کې ځای لري.