د اوکراین ادعا؛ په یو ځل مو د روسیې ۷۴ الوتکې نسکورې کړې

د اوکراین ادعا؛ په یو ځل مو د روسیې ۷۴ الوتکې نسکورې کړې


  • 1 کال دمخه (26/11/2023)
  • شریف ولي‌زاد
  • 473

 

 

اوکرایني چارواکو ادعا کړې چې وړمه شپه یې د روسیې ۷۴ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

د یاد هېواد د پوځ له مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې روسیې د دوی پرخاوره په یو ځل د ۷۵ بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړل، چې د دوی د ځواکونو له لوري ۷۴ بې پیلوټه الوتکې ووېشتل شوې.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، له دې ډلې ۶۰ یې په کییف ښار کې نسکورې شوې دي.

که څه هم د اوکراین د پوځ له لورپه خپره شوې خبرپاڼه کې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو امریکايي رسنۍ سي ان ان بیا د ۷ ملکي کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د اوکراین پوځ له خپلو نړیوالو شریکانو مننه کړې، چې د هوايي دفاع په پیاوړتیا کې یې ورسره مرسته کړې ده.

بل لورته مسکو تر اوسه د خپلو الوتکو د نسکورېدو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

که مسکو پر کییف د ۷۵ الوتکو یو ځايي برید تائید کړي؛ نو دا به د روانې جګړې تر ټولو لوی برید وګڼل شي.