سرې میاشتې ټولنې په « سوري زړه»ناروغۍ اخته ۳۸ ماشومان روغتونونو ته ور پېژندلي

سرې میاشتې ټولنې په « سوري زړه»ناروغۍ اخته ۳۸ ماشومان روغتونونو ته ور پېژندلي


  • 1 کال دمخه (26/11/2023)
  • شریف ولي‌زاد
  • 465


د افغاني سرې میاشتي ټولنې په کابل کي په « سوري زړه» ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه ۳۸ کسیزه ډله دوه د درملنې لپاره دوه بېلابېلو روغتونونو ته ور پېژندلې ده
له یادې ټولنې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو ناروغانو ټول لګښت د دوی له لوري ورکول کېږي.
 په ورته مهال افغاني سرې میاشتې ټولنې په کندهار کې هم د « سوري زړه» پر ناروغۍ اخته ۲۴ ماشومان د درملنې لپاره یو روغتیايي مرکز ته ور پېژندل دي.
له تېرو ۱۶ میاشتو راهیسې افغاني سرې میاشتي په یاده ناروغي اخته دوه زره ۴۷۸ ماشومان د درملنې او عملیاتو له پاره بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي، چې ټول لګښت یې هم د همدې ټولنې په غاړه دی.