بلخ کې د صنعتي ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې

بلخ کې د صنعتي ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې


  • 11 مياشتي دمخه (26/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 493

په بلخ ولایت کې نن یک شنبه د بلخ باستان صنعتي پارک د جوړولو چارې پیل شوې.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازي انجینر ریاض الحق ریاض ویلي، د دې صنعتي پارک لپاره د صنعت او تجارت وزارت له خوا څلور زره جریبه ځمکه ځانکړې شوې، چې په لومړي پړاو کې به پر ۲۴۴ جریبه ځمکه صنعتي پارک او پر پاتې ساحه به سوداګریز مرکز جوړ شي.

ریاض ویلي، پر دغه صنعتي ښارګوټي ۲۰ ملیونه افغانۍ لګښت راځي چې ۳،۶ کیلومتره دېوال او ۱۰ کیلومتره سړک هم په کې شامل دی.

 د یادونې ده، چې د یاد پارک چارې به راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په هلمند ولایت کې هم د دوو صنعتي پارکونو د جوړېدو چارې پیل شوې.