د ننګرهار ولايت په مربوطاتو کې د يوې نجلۍ او يو ځوان هلک د وژنې په تور دوه کسان نيول شوي دي.
د یاد ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه دوه کسان د یوه ۲۸ کلن هلک او یوې ۱۹ کلنې نجلۍ د وژلو په تور نیول شوي، چې د نامشروع اړیکو لرلو په تور وژل شوي وو.
خبر پاڼه زياتوي، چې نيول شوي کسان به د څېړنو لپاره عدلي او قصایي ارګانونو ته معرفي شي.
سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د وژنو پېښې زياتې شوې دي.
تېره اوونۍ په هرات ولایت کې هم دوه دیني عالمان د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوي وو.