د ایران تکراري غوښتنه؛ افغانستان کې دې ټول‌ګډونه حکومت جوړ شي

د ایران تکراري غوښتنه؛ افغانستان کې دې ټول‌ګډونه حکومت جوړ شي


  • 1 کال دمخه (28/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 370

ایران یو وار بیا په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني تېره ورځ ناوخته په یوې خبري غونډې کې ویلي، تهران افغانستان کې د داسې حکومت پر رامنځ ته کېدو ټینګار کوي، چې د ټول ملت استازیتوب وکړي. 

د کنعاني په خبره، تهران په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.

هغه مسکو کې د اوسني حکومت مخالفو سیاسي څېرو ناستې ته په اشارې ویلي، چې دوی د افغانستان د ستونزو حل لپاره سیمه ییزې هڅې ګټورې ګڼي.

د تېرې پنج شنبې په ورځ مسکو د اوسني حکومت د یو شمېر مخالفو سیاسي څېرو د ناستې کوربه و.

ایران تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې. 

که څه هم سرپرست حکومت تر اوسه د ایران دغې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی؛ خو تر دې مخکې یې خپل حکومت ټول ګډونه بللی و.