د شمالي کوریا جاسوسې سپوږمکۍ د سپینې ماڼۍ او پنټاګون اځورونه اخیستي

د شمالي کوریا جاسوسې سپوږمکۍ د سپینې ماڼۍ او پنټاګون اځورونه اخیستي


  • 1 کال دمخه (28/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 573

د شمالي کوریا له لوري فضا ته توغول شوې سپوږمکۍ په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ او پنټاګون او دغه راز په هوایي او ارام سمندر کې د مهمو امریکایي پوځي اډو انځورونه اخیستي دي. 

دا جاسوسه سپوږمکۍ مالیګیونګ -۱ نومېږي او د روانې نوامبر میاشتې پر ۲۲ مه نېټه فضا ته وتوغول شوه.  

د شمالي کوریا دولتي اژانس د خبر له مخې، اخیستل شوي انځورونه د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ته رسېدلي او لیدلي دي. 

د شمالي کوریا چارواکو دا د خپل هېواد په تاریخ کې یو مهم فضایي ماموریت بللی دی. 

بل لورته امریکا لا د شمالي کوریا دغې ادعا ته غبرګون نه ښودلی.

شمالي کوریا روان کال تر دې وړاندې دوه ځله هڅه کړې وه، چې یوه پوځي سپوږمکۍ د ځمکې مدار کې ځای پر ځای کړي؛ خو دواړه هڅې یې ناکامه شوې وې.