روح څه شی دی؟

روح څه شی دی؟


  • 1 کال دمخه (28/11/2023)
  • بصیره وزیري
  • 544

انسان له دوه برخو جوړ دی چې یو یې نفس ا بل یې روح دی. نفس د احساساتو،اکتساباتو او تمایلاتو مجموعه ده او د روح په وسیله دغه چارې سره نښلوي. د روح کیفیت په اړه تر اوسه د نړۍ ټول عالمان په یوه خوله نه دي.

د اسلامي نړۍ یې د کیفیت په اړه دومره وايي چې د روح پوهه یوازې الله ج سره ده او انسانان به یې د کیفیت معلومولو پوهه ونه شي کړی او نه به هم له دې وروسته څوک وتوانېږي چې روح په اړه پوهه ترلاسه کړي.

اسلام د هر کار د منع په صورت کې یو حکمت ضرور وي،مګر په دې برخه کې چا ددې مسلې پر حکمت څه ونه شو ویلی/لیکلی. 

لرغوني طب په اصطلاح  روح یو لطیف بخار دی،په زړه کې پیدا کېږي چې د حس او حرکت لامل کېږي. هندوان د روح په اړه داسې ايډیالوژي لري،کله چې انسان مړ شي هغه روح د یو بل ژوندي موجود په بدن داخلېږي/انتقالېږي. 

روح انتقال د انسان کړنو ته په کتلو ،که نېک انسان وي،نېک انسان ته ځي او که بد انسان وي،مړ شي؛روح یې حیواناتو ته انتقالېږي یعنې په نړۍ کې محدود شمېر روحونه شتون لري چې یوازې په پر جسمونو دوران کوي.

په بودیزم کې دا  بحث مابعدالطبیعي ذهنیت او فکرونه د روح په نوم پیژندل کیږي، کوم چې د تخلیق لامل کیږي او د شیانو په اړه د پوهاوي، ارادو او پاملرنو سره تړاو لري.

زما پوښتنه دا وه چې اسلام د روح پر کیفیت ولې انسانانو ته پوهه نه ده ورکړې؟

هدف دا و چې حکمت يې څه دی؟

اسلام د روح صفات ذکر کړي دي،روح یې خدایي تجلا یاده کړې ده،د خدای پوکی یې یاد کړی دی،په بدن کې الهي پیغام نوم ورته ورکړی دی.

د ماهیت نه څرګندولو حکمت یې دادی چې که روح په اړه انسانانو ته پوهه ورکړل شوې وای،د جسم په شان به یې څېړنې پرې کولې. د څېړنو په نتیجه کې انساني ژوند به له خطراتو خالي نه و. 

روح یو داسې الهي امر دی چې د انسان کوچنۍ فکري زاویه یې د راګېرولو توان نه لري.