ښاغلي مصطفی ظاهر ته


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سيدحسين پاچا
  • 1169

ښاغليه!
له تاسو څخه په درنښت هيله کوم چې د خپلې کورنۍ او د خپل مرحوم نېکه محمد ظاهر شاه (د ملت بابا) د عزت خيال وساتئ. د ښاغلي سيد مخدوم رهين په بيا مقروونه کې که پر کرزي باندې ستاسو کومه سپارښتنه وي، نو له دې تېر شئ. ښه به دا وي چې يو بل داسې ښايسته د ښو اخلاقو خاوند، ښه موزون او داسې مستحق کس چې هغه د ملت د ټولو پرګنو د يووالي او اتفاق سمبول کېدای شي او هم داسې يو کس وي چې هم يې په مخکې (ماضي کې) ښه سابقه لرلې وي، هم اوس او هم په راتلونکې کې ولري او هم يې د ټول ملت خيال پرته له کوم تبغيضه او هم يې د بابا د عزت خيال ساتلی وي او د هغه له نومه يې ناوړه ګټه نه وي پورته کړي.
نو ښاغليه!
دا ليک مې تاسو ته ځکه وليکه چې که خدای مه کړه کرزی د بابا د عزت خيال نه ساتي، نو تاسو خو يې بايد چې وساتئ. دا که ولسمشر کرزی يې د ايران او نورو له خاطره مقرروي، نو هغه پوه شه او کار يې، خو له تاسو مې هيله دا ده چې د خپل نېکه عزت پر داسې متعصبو اشخاصو هېڅکله مه خرابوئ.. هغه که وفات هم دی، خو د عزت خيال ساتل يې پر تاسو حق دی.
ښه به دا وي چې د نوموړي پرځای يو بل د ښه کرېکټر خاوند باندې فکر وکړئ او ده ته خپل معذرت وړاندې کړئ. خدای دې ولسمشر کرزي ته انصاف ورکړي چې په خُم کې رنګ شوی او داسې تورې بدې بلاوې يې له ځانه راتاوې کړي چې يوه يې له بلې بدتره ده.
خو دومره خبره ده چې د خدای ګنهکار په توبه خلاصېږي او د بنده په ننواتې. که نوموړی په ريښتينې سره له تعصبه لاس واخلي او يا يې اخېستی وي، نو بيا درست ده، خو دا بايد عملاً ثابته شي، نه په سپارښتنه. خو که بيا هم کرزی يې مقرروي، نوموړی بايد دې ملت ته متعهد وي نه ايران او نه نورو ته. که بيا هم کرزی يې مقرروي، نو وخت ناوخت يې بايد دولت مراقببت وکړي چې بيا له هېچا سره د تعصب مصدر ونه ګرځي.
په درنښت