د فنلېنډ هېواد رائیل کیریببن کمپنۍ له ټیټانیک څخه پنځه ځله لویه د ( ICON of the SEAS) په نوم نوې بېړۍ جوړه کړه.
دغه بېړۍ ۱۱۹۸ فوټه لوړه ده، ۲۵۰ زره ټنه وزن لري چې پکې ۴۰ رسټورانټونه، ۲۸۰۵ اطاقونه، پارکونه، ابشارونه، د لامبا حوضونه او نورې ګڼې اسانتیاوې شاملې دي.
په یو وخت ۹۹۵۰ تنه انتقالولی شي او د راتلونکې ۲۰۲۴ م کال د جنورۍ میاشت کې به خپل لومړی سفر پېل کړي.
تر ټولو ارزان بیه ټيکټ یې ۱۸۲۰ ډالره دی چې مسافر کولی شي په یوه عامه خونه کې یې یوه اونۍ تېره کړي.
یادې کمپنۍ ویلي، له دې وروسته په یوې بلې لویې بېړۍ جوړولو هم پېل کوو.