ستانکزي: ګام په ګام رسمیت پېژندنې ته روان یوو

ستانکزي: ګام په ګام رسمیت پېژندنې ته روان یوو


  • 1 کال دمخه (29/11/2023)
  • شریف ولي زاد
  • 391

 

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کي ویلي چې افغان سرپرست حکومت اوس مهال په شاوخوا ۲۰ هیوادونو کي سفارتونه او ډپلوماټیک ماموریتونه لري.

د هغه په خبره، سرپرست حکومت ورځ تر بلي د رسمیت پېژندلو ډګر ته نژدې کېږي او په وینا یې اوس هم په رسمیت پېژندلو کې داخل دی.

ستانکزي ویلي، یو شمېر هیوادونو که څه هم افغانستان کې سفارتونه نه دي فعال کړي؛ خو په قطر کي یې د افغانستان له پاره خپل سفیران ګمارلي دي.

ستانکزی دا څرګندوني داسي مهال کوي چې تېره جمعه د نومبر په ۲۴مه د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت د هند حکومت د نه همکارۍ او ستونزو له امله په بشپړ ډول وتړل شو.