کندهار کې، پر نشه‌یي توکو د سلګونو روږدو کسانو درملنه شوې

کندهار کې، پر نشه‌یي توکو د سلګونو روږدو کسانو درملنه شوې


  • 9 مياشتي دمخه (29/11/2023)
  • شریف ولي‌زاد
  • 390

کندهار کې  تېره ورځ ۷۵۰ هغه روغ شوي کسان خپلو کورنو ته ستانه شول، چې پخوا پر نشه‌یي توکو روږدي وو.

د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر پر اېکس پاڼه لیکلي چې یاد کسان د امنیه قومنداني اړوند له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت له خوا تر ۱۰ میاشتني درملنې وروسته خپلو کورونو ته استول شوي دي.

په یادو کسانو کې ډېری یې د نیمروز ولایت اوسېدونکي وو.

تېره اوونۍ هم په کندهار کي ۵۷ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان تر ۱۰ میاشتنۍ درملني وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي وو.