پاکستان دې د افغان کډوالو پر وړاندې روان وضعیت پای ته ورسوي

پاکستان دې د افغان کډوالو پر وړاندې روان وضعیت پای ته ورسوي


  • 1 کال دمخه (29/11/2023)
  • 423

 

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چي، پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو له پاره له ډېر بد چلند څخه کار اخلي او باید له دې چلند څخه لاس واخلي.

یاد بسنټ پرون سه شنبه د نومبر په ۲۸مه پر خپله ویبپاڼه په یوه راپور کي ویلي چي، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو نیول پیل کړي او د د هغوی د مالونو د ضبطولو تر څنګ اسناد ئې هم له منځه وړي.

په دغه راپور کي راغلي چي، د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال له سپټمبر میاشتي راهیسي تر ۳۷۵ زره زیات افغان کډوال له پنجاب څخه ایستل سوي دي.

د همدې بنسټ د اسیا څانګي مشري ایلیین پیرسن ویلي چي، د اسلام اباد سرپرست حکومت باید ژر تر ژره د افغان کډوالو په وړاندي دغه وضعیت ودروي او دوی ته دا موقع ورکړي؛ تر څو په پاکستان کي ځانونه خوندي کړي.