تحقیق (څیړنه) څه شی دی؟

تحقیق (څیړنه) څه شی دی؟


  • 1 کال دمخه (29/11/2023)
  • بصیره وزیري
  • 819

تحقیق (څیړنه) څه شی دی؟

څېړنه د حقايقو منظم لټون دی. الله تعالی انسانان اشرف المخلوقات پيداکړي دي، د دې توانايي ورکړه چې د ژوند پر ټولو برخو کې حقايق وپلټي او د حقيقت پر بنا ژوند تېر کړي.

 

د څېړنې برکت دی، چې ټوله نړۍ ورځ تربلې د پرمختګ په حال کې ده او پرمختللي هېوادونه ځان او نورې نړۍ ته خدمت کوي.

 

د حقايقو د لټون لپاره په ټولې نړۍ کې يوه ښه مرجع قرآن کريم دی او باید د غېر مسلمو نه مسلمانانو د څېړنې په برخه کې ښې لاس ته راوړنې درلودای خو داسې نه ده، د مسلمانانو پر ځای غېر مسلمانان نوي اختراعات کوي او هره ورځ نوې لاس ته راوړنې لري.

 

تحقيق په روزمره ژوند کې د استفادې وړ دی. که د يوې کورنۍ والدين خپل زوی ته ښځه کوي، دوی به حتما د نجلۍ د کورنۍ په باب هر اړخېزه پلټنه کوي چې په اينده کې د کومې ستونزې سره مخامخ نشـي، چې دغه موضوع پخپله د تحقيق او څېړنې نظریه مطرح کوي.

 

انسان الله تعالی د همدې لپاره پيدا کړی چې فکر وکړي او حقايق د ځان لپاره معلوم کړي، اکثره پوه انسانان د تخليقي او پلټوونکي ذهن څښتن وي.

 

څېړنه که د علومو هرې برخې پورې اړه ولري، معنا دا چې دیني، ساينسـي، اجتماعي او يا نورې پوهنې وي، کار يې له درواغو د رښتيا، له کوټوو د اصيلو بېلول او د سم حقيقت موندل دي.

 

څېړنه او تحقيق په ژوند کې د پرمختګ لامل ګرځيدای شي او له ښېګڼو یې سترګې نشو پټولای.

 

د علومو د پرمختګ لپاره څېړنه د روح حیثیت لري، لکه څرنګه چې د انسان د جسم بادشاه روح دی، دغه شان علوم له رکوده تر عروجه پورې د تحقیق په واسطه پر مخ ځي.د څېړنپوهنې په باب ډېرو پوهانو، عالمانو او څېړونکيو پېژندنې وړاندې کړې دي.

 

ـ دکتور فخرالدين وايي: علمي څېړنه او پلټنه عبادت له هغې طريقې، لارې او روش څخه دی چې پلټوونکی او څېړونکی د علمي حقايقو د پلټنو، څېړنو، کشفولو او يا د يو علمي نظر د سم یا ناسم ثابتولو په خاطر ټاکي چې دا علمي حقيقتونه، پلټنې، څېړنې، اکتشافات، سم او ناسم نظرونه د دې طريقې، روش او لارې په ذريعه څرګند او بيا يې خلکو ته وړاندې کوي.

 

ـ #هاشمي وايي: تحقيق(څېړنه)  د حق له ريښې څخه جوړه کلمه ده، چې لغوي معنايې د حق، حقيقت او واقعيت پلټنه، موندنه او سپړنه ده او په ادبي اصطلاح په يوې خاصې او ځانګړې لارې او روش د يو نا معلوم حقيقت پلټنې او څرګندونې ته د تحقيق (څېړنې)  فن وايي. (۱)

 

ـ #صلاحي وايي:(څېړنه)  په مسايلو د ژورې پوهيدنې او د رښتيا (حقيقت)  موندلو لپاره يو پلان شوی، هوښيارانه، منظم او د باور وړ بهير دی. يا: څېړنه د پلټنې، بيا تر لاسه کولو، علمي ارزونې او په اصطلاح کې د نه ستړي کېدونکې هڅې نوم دی.(۲)

 

ـ #معاصره لیکوالي کې راغلي دي: څېړنه بیا لټونه، ښه پلټنه او ښکاره کول دي، تحقیق حق ثابتول او برجسته کول دي.یا د حقیقت او رښتینوالي لټون ته تحقیق ویلی شي، تحقیق د وخت د حالاتو او شواهدو پابند وي.یا د تحقیق کلمه د (حق)  ثابتولو په معنا ده، د رښتیا، درست، د باطل ضد او ثابت معنا ورکوي.(۳)

 

ـ #ډاکټر_نجم_الاسلام وايي: (تحقیق د فکر له یو خاص انداز څخه وده مومي. موږ د یو شي په حقیقت و حکمت د ځان پوه کولو خوا ته مایل کوي او د بیاناتو د اصلیت په معلومولو مو اماده کوي، همدا د علم سرچینه ده او هم د علم د پیاوړي کولو وسیله ده.)

 

ـ د تحقیق ماهر #ډاکټر_ګیان_چند د څېړنې په هکله داسې وايي: (تحقیق د یو پټ او مبهم حقیقت د څرګندولو یو اساسي عمل دی. له ده وروسته لیکي: نا معلوم یا کم معلوم حقایقو او معلوماتوځان پوهولو ته وايي.یعنې چې کوم حقیقتونه زموږ د نظر په وړاندې نه وي د هغه ښکاره کولو ته تحقیق وایي.)(۴).

 

ـ که لنډه یې کړو، نو څېړنه د هغې باورې پوهې لاس ته راوړلو ته وايي، چې له امله يې انسان منظمه او سيستماتيکه زده کړه کوي.

منبع: د تحقیق اصول

استاذ: پوهنیار سید اصغر هاشمی

ترتیب کوونکی: زاهدالله (عابد)