کابل ته د علماوو راغلی پلاوی: له افغانستان سره مرسته پر مسلمانانو فرض ده

کابل ته د علماوو راغلی پلاوی: له افغانستان سره مرسته پر مسلمانانو فرض ده


  • 1 کال دمخه (01/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 400

د اسلامي نړۍ د عالمانو ټولنې د پلاوي رییس ډاکټر علي قرداغي ویلي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته د نړۍ پر ټولو مسلمانانو فرض ده.

نوموړي تېره ورځ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست خلیل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان کې د میلینونه راستنېدونکو، بېځایه شویو او زلزله ځپلو خلکو ستونزو ته په پام سره پر ټولو مسلمانانو فرض ده چې له افغانستان سره مرسته وکړي.

قرداغي  دغه راز د خپلو همکاریو ډاډ څرګند کړی دی.

په همدې حال کې نوموړي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم کتلي چې پر یو شمېر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې متقي ویلي، افغانستان په بېلابېلو ډګرونو کې راپورته کېږي، چې اوس مهال د تیلو د تولیدونکو هېوادونو په لیست کې هم شامل شو.

امیرخان متقي له اسلامي امارت سره د دوی او قطر له ملاتړ هم مننه کړې.

د یادونې وړ ده چې یاد پلاوی تېره ورځ کابل ته راغلی او په پام کې ده چې دلته به له بېلابېلو چارواکو سره وګوري.