کابل کې د پخوانۍ خبریالې د مرګ قضیه؛ پولیس: څېړنه یې کوو

کابل کې د پخوانۍ خبریالې د مرګ قضیه؛ پولیس: څېړنه یې کوو


  • 1 کال دمخه (02/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 661

په کابل کې د خورشید ټلوېزیون د پخوانۍ خبریالې حسنا سادات او د هغې د خاوند جسدونه موندل شوي دي.   

دغه پېښه د پنجشنبې ماښام د کابل ښار نهمې ناحیې اړوند قلعه فتح الله سیمه کې شوې ده. 

د ښځو د حقونو ځینو فعالانو ادعا کړې، چې امنیتي کسان د سادات کور ته ورغلي وو، چې ویې نیسي؛ خو هغې له ډاره د اپارتمان له شپږم پوړه ځان لاندې راغورځولی او مړه شوې ده. 

خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ دغه ګنګوسې ردوي او وایي، دواړه جسدونه د نشې په حالت کې موندل شوي دي.   

هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغې پېښې په تور یو کس نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي.

حسنا سادات د ټلوېزیون ترڅنګ په فلمونو کې هم کار کاوه.

له دې دوه ماشومان، چې یو ۵ کلن او بل ۷ کلن دي، پاتې شول.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وایي، حسنا سادات اوسمهال بې دندې وه او له سیاسي فعالیتونو یې سره هېڅ راز تړاو نه درلود.