د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، له پاکستانه د راستنېدونکو یو میلیون افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۲۶ اعشاریه ۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
دغه سازمان په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان کډوال تر ټولو بد وخت کې اېستل کېږي او دوی نه پوهیږي چې څنګه له سخت ژمي ځان وژغوري.
دغه سازمان وايي، چې په نومبر میاشت کې یې د نږدې ۲ سوه اتیا زره راستنېدونکو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د پاکستان د حکومت له خوا د بې اسنادهکډوالو د ایستلو لپاره د یوې میاشتې ضرب الاجل له اعلان سره، له ۳۷۰ زروډېر افغان کډوال په پاکستان کې د خپلو کورونو او ملکیتونو پرېښودو ته اړ شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
له پاکستانه په داسې حال کې کډوال راستنول کېږي، چې افغانستان کې لا له وړاندې هم خلک له سختې بې وزلۍ سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري.