د اوبو بندونو پاکولو ته ۱۰۷ ملیونه افغانۍ ځانګړي شوي

د اوبو بندونو پاکولو ته ۱۰۷ ملیونه افغانۍ ځانګړي شوي


  • 1 کال دمخه (02/12/2023)
  • شریف ولي زاد
  • 410

د اوبو او برېښنا وزارت مسؤلینو ویلي، چې د ټول هیواد د اوبو بندونو د پاکولو او بیارغولو له پاره یې شاوخوا ۱۰۷ ملیونه افغانۍ ځانګړي کړي او د اوبو بندونو د څارنې له پاره یې یوه خپلواکه اداره هم جوړه کړې ده.

د یاد وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې، دا مهال د نغلو، سروبي او درونټې بندونو ته تخنیکي ډلې ګمارل شوي او د پاکولو کارونه یې روان دي.

بلخوا د اوبو د کانالونو یو شمېر ولایتي چارواکي د کانالونو د بیارغولو غوښتنه کوي او وایي، چې تېرو جګړو د نورو زیانونو سره، سره کانالونه هم اغېزمن کړي دي.