د غاښونو ساتنه باید څنګه وکړئ؟

د غاښونو ساتنه باید څنګه وکړئ؟


  • 1 کال دمخه (02/12/2023)
  • بصیره وزیري
  • 484

د روغتیا د برخې پوهان وایي؛ که غاښونه له کلکو شیانو ونه ساتل شي یا هم په غاښونو نوکان پرې یا وژوول شي او همداراز د نشه یي توکو دوامدراه اعتیاد ته ادامه ورکړل شي د غاښونو د مختلفو ناروغیو سبب ګرځي.

د دوی په خبره؛ که د غاښونو د توروالي درملنه په لومړي وخت کې ترسره نه شي د خولې د بدبویي سربیره ګڼې جسمي ناروغۍ پیښولی شي.

همداراز د یو شمیر انرژیانو څښاک هم د غاښونو په روغتیایی اغیزمنتیا کې رول لري اوترڅنګ یې تر ډوډۍ وروسته په تیره شي د غاښونو صفاکول هم ووریو او د غاښ معدني موادو ته زیاتې ستونزې راولاړولی شي.

 

روغتیا پوهان وایي؛ ۷۵ سلنه وګړي ددې پر ځای چې د غاښونو پر عمومي برخه برس ووهي، په افقي ډول او د غاښونو شا او مخ ته یې وهي چې دا په خپله غاښونو ته د ګټې پرځای زیان رسوي.

 

همداراز؛ د غاښونو د ځلولو لپاره پالش یا سپینولو کار نن سبا ډير زیات کیږي. هغه څوک چې دا کار کوي دا خبره دې هم په ذهن کې ونیسي چې دا کار ډير کول غاښونو زیات خرابوي چې له کبله یې ډير ګرم یا یخ مشروبات بیا په غاښونو بد لګیږي او د یخو یا ګرمو شیانو استعمال د غاښونو لپاره ډيرې ستونزې جوړوي.

 

روغتیا پالان وایي د غاښونو له کرېم څخه ګټه اخیستل که څه هم تر یوې کچې د غاښونو ميکروب له منځه وړي او سپینوي یې، خو په کې شته سولوونکي مواد بیا د وخت په تېرېدو سره د غاښ مینا له منځه وړي او د غاښونو د حساسیت لامل کرځي.

دوی وایي؛ چې د غاښونو د کرېمو پر ځای د مسواک کارول ګټور دي؛ ځکه له یوه پلوه مسنونه طریقه هم ده او بل داچې غاښ ته نه یوازې دا چې زیان نه رسوي، بلکې لا یې قوي کوي.