ملګري ملتونه: له پاکستانه د افغان کډوالو جبري را ایستل بشري ناورین نور هم زیاتوي

ملګري ملتونه: له پاکستانه د افغان کډوالو جبري را ایستل بشري ناورین نور هم زیاتوي


  • 1 کال دمخه (03/12/2023)
  • بصیره وزیري
  • 432

ملګرو ملتونو له پاکستان څخه د سلګونه زره افغان کډوالو د ایستلو په چټکه لړۍ اندېښنه ښودلې ده. 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ډنيل انډرېس په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې هره ورځ زرګونه کسان له پاکستان څخه را ستنېږي چې دوی يې په لوړه کچه له فشار سره مخ کړي دي.

ډنیل زیاته کړې، چې د کډوالو په جبر راویستل به په افغانستان کې بشري ناورین نور هم پسې سخت کړي.

 نوموړي له مرستندویه هېوادونو او بنسټونو غوښتي، چې د راستنو شویو افغانانو لاسنیوي لپاره خپل ملاتړ او مرستې ډېرې کړي.

 ملګري ملتونه داسې مهال د ډېرو مرستو غوښتنه کوي، چې تازه اروپايي ټولنې بیا له افغانانو سره د نژدې ۱۴۳ ميليون يورو نورې بشري مرستې اعلان کړې دي.