په فراه ولایت کې د فراه- فراه رود سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې.
د یاد ولایت ښاروالۍ پر ټوېټر لیکلي، دغه سړک چې، ۳۴۵ متره اوږدوالی لري، د ښاروالۍ په پراختیايي بودجه د ودان ساختماني شرکت له خوا په شپږو میاشتو کې د ۲۳،۵ ملیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د یادې ښاروالۍ تخنيکي او مسلکي آمر شاه محمود جلالي د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په اوږدو کې د فراه ښار په مرکز کې د ۹۶ مليونه افغانيو په مالي لګښت د بي بي خرد، ش.ه.يد حاجي رحيم جان اکا، څلورمې ناحيې، د کنډک مخ ته، د بانک زراعتي کوڅې او ننګاب نښلوونکي سړک د پخولو، جغل اچونې او نورو پرمختيايي کارونو د پیل خبر هم ورکړی دی.