پاکستان: که افغانان پاکستان کې ژوند او سوداګري غواړي، ویزې باید ولري

پاکستان: که افغانان پاکستان کې ژوند او سوداګري غواړي، ویزې باید ولري


  • 1 کال دمخه (03/12/2023)
  • بصیره وزیري
  • 402

له پاکستانه د افغان کډوالو د اخراج له دوام سره هم‌مهاله د دې هېواد د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي ویلي، افغانانو ته په کار‌ ده چې په پاکستان کې د اوسېدو او سوداګرۍ لپاره د دې هېواد ویزې واخلي.

بګټي له "ډان نیوز" سره مرکه کې ویلي، دا امکان نه‌لري چې له قانوني لارې راتلو پرته دوی ته د اوسېدو اجازه ورکړل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر دا هم وویل تر اوسه له ۴ لکو زیات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

هغه تېره اوونۍ ویلي وو، چې تر راتلونکې یوې میاشتې به افغانستان ته د ده له قوله، د ۱،۷ میلیونه بې‌اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍ بشپړه شي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې سلګونه زره افغان کډوال په جبري ډول پاکستان له خپل هېواد څخه را وویستل.