جاپان له افغانستان سره څه باندې ۵۸ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

جاپان له افغانستان سره څه باندې ۵۸ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه


  • 9 مياشتي دمخه (04/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 366

جاپان له افغانستان سره ۵۸ اعشاریه ۴ میلیونه امریکایي ډالره مرسته اعلان کړې ده.    

په کابل کې د جاپان سفارت هیله څرګنده کړې، چې دا مرسته به د افغانانو د عزتنمد او پر ځان بسیا ژوند پر دوام او ښه والي کې همکاري وکړي.   

د یاد سفارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دا مرسته به د نړیوالو بنسټونو، ملګرو ملتونو ادارو او جاپاني غیر دولتي موسسو پر مټ اړمنو افغانانو ته ورسول شي.

سرچینه زیاتوي، چې له افغانستان سره د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې د جاپان د مرستو کچه ۴۴۷ میلیونه امریکایي ډالرو ته ورسېده. 

جاپان یاده مرسته داسې مهال اعلانوي، چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، دا مهال افغانستان کې میلیونه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.