نړیوال بانک د ۴۵ پاتې پروژو کارونه بیرته پیلوي

نړیوال بانک د ۴۵ پاتې پروژو کارونه بیرته پیلوي


  • 1 کال دمخه (06/12/2023)
  • شریف ولي‌زاد
  • 398

 

د مالیې وزارت چارواکو ویلي، نړیوال بانک په افغانستان کي د ۴۵ هغو پروژو کارونه بیرته پیلوي چي نیمګړي پاته دي.

د وزارت په وینا، تر خبرو وروسته له نړیوال بانک سره یوې هوکړي ته رسېدلي چي.له مخي به ئې یاد بانک د راتلونکي ۲۰۲۴ زېږدیز کال په جنوري میاشت کي خپل کارونه بیرته پیل کړي.

د یاد وزارت ویاند احمدولي حقمل وایي، په افغانستان کي د نړیوال بانک شاوخوا ۴۵ پروژې نیمګړي پاته دي چي، د کاسا زر پروژه هم په کښي شامله ده.

یاد بانک پر افغانستان د ط.ا.ل.ب.ا.ن.و د بیا واکمنېدو وروسته د شاوخوا څلور نیم ملیارډ ډالرو پروژې نیمګړي پرېږدولې او له مالي ملاتړ څخه ئې لاس واخستی.