د ریاست الوزرا اداري مرستیال وایي، چې دوی د افغانستان ابادي د نورو هېوادونو په ویجاړۍ کې نه ګوري.
عبدالسلام حنفي د علومو اکاډمۍ په غونډه کې ویلي، چې دوی د افغانستان د ابادۍ لپاره هڅې کوي؛ خو د نورو هېوادونو ورانول نه غواړي.
حنفي له ګاونډیو هېوادونو هم غوښتي، چې د خپلې ابادي لپاره دې د یوه ویجاړ افغانستان هیله نه کوي.
سرپرست حکومت تر دې وړاندې هم ډاډ ورکړی، چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له مقابل لوري هم ورته هیله لري.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې یو شمېر ګاونډي هېوادونه ادعا کوي، چې افغان خاورې یې پر ضد کارول کېږي، هغه څه چې سرپرست حکومت یې ردوي.