پاکستان: تر اوسه مو نږدې ۴۵۰ زره افغان کډوال اېستلي

پاکستان: تر اوسه مو نږدې ۴۵۰ زره افغان کډوال اېستلي


  • 1 کال دمخه (07/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 442

په داسې حال کې، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري، پاکستاني چارواکي وایي، چې تر اوسه یې نږدې ۴۵۰ زره افغان کډوال اېستلي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني تېره ورځ اسلام اباد کې یوې غونډې ته ویلي، چې اېستل شوي افغانان ټول غیر قانوني وو. 

دراني زیاته کړې، چې دا مهال په پاکستان کې ۲،۳ میلیونه افغانان، چې د اوسېدو اسناد لري، اوسېږي او له دوی نه دي غوښتل شوي، چې ووځي.   

ده د افغانانو د شړلو په اړه د نړیوالو نیوکې هم بې ځایه  وبللې. 

د هغه په خبره، نور هېوادونه هم هغه کډوال، چې د اړوندو هېوادونو د کډوالۍ د قانون سره برابر نه وي، شړي.

اصف درانی داسې مهال یادې خبرې کوي، چې ملګرو ملتونو یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې له پاکستان څخه ستنېدونکي افغانان له نا معلوم برخلیک سره مخامخ دي او بحران وار دمخه افغانستان ځپلی دی.