د امریکا د نوادا ایالت په لاس وېګاس ښار کې یو وسله وال بریدګر د پوهنتون دننه درې تنه په ډزو وژلي او بل یې ټپي کړی دی.
امریکایي چارواکو ویلي، چې پېښه تېره ورځ رامنځ ته شوې او وروسته بریدګر هم مړ موندل شوی.
تر اوسه څرګنده نه ده، چې بریدګر د پولیسو په ډزو وژل شوی او که ځان یې وژلی دی.
چارواکو د دې پېښې د ټپيانو د روغتيايي حالت او هويت په اړه څه نه دي ويلي.
سپینې ماڼۍ امر کړی، چې د پېښې په تړاو دې هر اړخیزې څېړنې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په ځینو برخو کې د تېر کال پرتله وسله وال بریدونه زیات شوي دي.
د راپورونو له مخې، د تېرو ۱۱ میاشتو راهیسې امریکا کې شاوخوا ۵۲۰ وسله وال بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۶۲۱ کسان وژل شوي او تر دوه زرو ډېر ټپیان دي.