ولسمشر غني: د کډوالو د را شړلو بهیر یوه جدي ننګونه ده

ولسمشر غني: د کډوالو د را شړلو بهیر یوه جدي ننګونه ده


  • 1 کال دمخه (07/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 445

پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري ستنونې موضوع ته په اشارې سره وايي، چې د کډوالو د شړنې بهیر د افغانستان لپاره یوه جدي ننګونه ده.

ولسمشر غني د پودکاستونو یوې نوې لړۍ کې چې همدا نن پيل شوه، د هېواد وتلي خبريال داووند جنبش سره خبرو کې وويل، چې اوس افغانستان نړیوالو ته د ارزښت له پلوه د سومالیا درجې ته لوېدلی دی. 

ولسمشر يو ځل بيا پر ملي اجماع ټينګار کړی او ويلي يې دي، باید پوه شو چې بغیر له دې چې خپله ملا وتړو او یوې لازمي اجماع ته لاړ شو او یوه طرحه ولرو بله لار نشته. 

ولسمشر غني د پودکاستونو لړۍ کې له خپل ولس سره د هغه څه په اړه چې د ملي او ټولنیز ژوندانه مهم اړخونه بلل شوي، د خپلو نظریو، تجربو، اخیستنو او سپارښتنو شریکول پیل کړي.