سرپرست حکومت: له پاکستانه راکډه شویو کورنیو ته د استوګنې لپاره ځمکې ورکوو

سرپرست حکومت: له پاکستانه راکډه شویو کورنیو ته د استوګنې لپاره ځمکې ورکوو


  • 11 مياشتي دمخه (09/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 371

د کرنې وزير وایي، هغو راغلو افغان کډوالو ته یې، چې سرپناه نه لري، د کورونو لپاره د نومرو د ورکولو طرحه جوړه کړې. 

عطاءلله عمري وايي، مشرتابه دا طرحه منلې ده او له مخې به یې ډېر ژر کډوالو ته د دوه لکه کورونو لپاره د نومرو وېش پيل شي.   

نوموړی، چې د نورو ځايي چارواکو سره تورخم ته د کډوالو د ستونزو د اورېدو لپاره تللی وايي، د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې به د کورنو لپاره دا ۲ لکه نومرې ووېشل شي.

هغه زیاتوي، د هغو کورنیو لپاره چې تر ۱۰ پورې غړي لري، ۱۰ بسوې او د هغو لپاره چې له ۱۰ غړو زیات لري، ۱۵ بسوې نومرې ځمکې ورکول کېږي. 

د عمري په وينا، د کډوالو لپاره د ښارګوټو د جوړېدو ساختماني پلان د ښار جوړلو وزارت له لوري جوړ شوی، چې ژر به عملي شي.

هغه د دې نومرو د ورکولو د وخت او د جوړېدو په اړه یې نور جزيات نه دي ورکړي. 

له پاکستان تر ۴ سوه زره زیات کډوال راستانه شوي، چې لویه برخه یې کورونه نه لري او اوسمهال خېمو کې سختې ورځې شپې سبا کوي.