پاکستان: په سیاست کې ښکېل افغانان هم وباسو

پاکستان: په سیاست کې ښکېل افغانان هم وباسو


  • 9 مياشتي دمخه (09/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 344

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست سرفراز بګټي ویلي، دوی هغه قانوني افغان کډوال هم له خپلې خاورې وباسي، چې په سیاسي مسائلو کې ښکېل وي.    

هغه تېره ورځ اسلام اباد کې یوې غونډې ته ویلي، چې حکومت یې په سیاسي فعالیتونو کې ښکېل لس افغانان پېژندلي او له هېواده یې اېستلي دي. 

بګټي ټینګار کړی چې په پاکستان کې سیاست یوازې د پاکستاني اتباعو لپاره دی او افغانان په کې برخه نه شي اخیستی.   

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان وخت ناوخت هلته افغانان په امنیتي پېښو کې په لاس لرلو هم تورنوي.  

د یادونې ده چې پاکستان په نږدې تېرو دوو میاشتو کې څه باندې ۴۰۰ زره «غیرقانوني» کډوال را ایستلي او دا لړۍ یې لا جاري ساتلې ده.