ایران حکومت، تر ۱۳ زرو ډېر افغان کډوال ایستلي

ایران حکومت، تر ۱۳ زرو ډېر افغان کډوال ایستلي


  • 1 کال دمخه (10/12/2023)
  • شریف ولیزاد
  • 378

ایرانۍ رسنیو ویلي چې پرون شنبه له ایران هېواد څخه ۱۳ زره ۲۰۴ تنه بې اسناده افغان کډوال ایستل شوي دي.

ایرنا دولتي اژانس د خراسان رضوي ولایت د پولیسو د مشر مجید شجاع په حواله ویلي چې دا ټول کسان د دوغارون او طیبات د سرحدونو له لاري د افغانستان لوري ته سپارل شوي دي.

د یاد اژانس د معلوماتو له مخي، د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کي شاوخوا ۳۲۸ زره غیرقانوني افغان کډوال چې په قاچاقي ډول ایران ته اوښتي وو، بیرته له دې هیواد څخه ایستل شوي دي.

لا هم تر اوسه افغان سرپرست حکومت د دې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کي پاکستان او ایران د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی او د ملګرو ملتونو د کډوالو لویي کمېشنرۍ وړمه ورځ جمعه په یوه راپور کي ویلي چې تر دې دمه له پاکستان څخه ۴۴۸ زره افغان کډوال ایستل شوي دي.