ماشوم ځورونه څه ته وایي؟

ماشوم ځورونه څه ته وایي؟


  • 8 مياشتي دمخه (10/12/2023)
  • بصیره وزیري
  • 553

د يو ماشوم جنسي ,اروایي او فزیکي ډول ازارولو ته ماشوم ځورونه یا child abuse وایي. ځینې وخت ماشوم د خپلوانو دوستانو او ګاونډيانو لخوا په جنسي ډول ازاریږي خو د ویرې او شرم له وجې خپل والدین نه خبروي يا یو ماشوم د کوچنیو غلطیانو په وجه د والدینو پشمول د کور د نورو غړو لخوا د اضافي غصې رټلو نصیحت کولو مسلسل ښکار کیږي او یا د پلار مور ښوونکي او ملا لخوا په وړې اشتباه زیات وهل کیږي  چې دا ټول د ماشوم راتلونکی ټول ژوند او شخصیت خرابوي  کله چې ماشوم د نظافت خیال نه ساتي د ښوونځي سره یې شوق کې کمی شروع شي د نورو ماشومانو سره یې لوبو کې دلچسپي کمه شي یا له کوم میلمه سره نغواړي کیني دا ټولې ددې نښې دي چې ماشوم ازاریږي يا د child abuse ښکار دی  د ماشوم ځورونې وروسته ماشوم پخپل ځان بې باوره کیږي په ذهني ناروغۍ لکه انزایټي اخته کیږي د علم او هنر سره یې مینه او شوق ختمیږي د ژوند هر اړخ کې بې جرآته کیږي خپل کور دننه د پردیتوب احساس کوي ان تر دې چې د زړه تنګون د وجې د ځانوژنې فکر او هڅه هم کوي داسې ماشوم د تور جنسي بازار ,ترهګرئ او ګڼو نور جرایمو لپاره په اسانۍ جذبیږي کچیرې د یو ماشوم خوراک څښاک ښوونځی ملګري تفریح کالي او ټول کړه وړه مناسب ور ورسیږي او تر نرم نظارت ورسره د یو نږدې ملګري پڅیر برخورد وشي تر څو خپلې ستونزې له خپلو مشرانو سره شریکې کړي راتلونکي کې ترې یو کامیاب با جرآته او بریالی انسان جوړیږي.