تېرو ۶ میاشتو کي د ۷۰ میلیونه ډالرو انجه صادره سوې

تېرو ۶ میاشتو کي د ۷۰ میلیونه ډالرو انجه صادره سوې


  • 1 کال دمخه (10/12/2023)
  • شریف ولیزاد
  • 443

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کي د ۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت انجه بهر ته صادره شوې ده.

د یاد وزارت ویاند ویلي چې دغه صادرات تر ډېره هند، ازبکستان، امریکا او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.

دغه بوټی چې خلک ئې د کوکنارو ښه بدیل بولي، په دې وروستیو کي ئې د کښت ساحه خورا پراخه شوې او کروندګر ئې له افغان سرپرست حکومت څخه د ترویج د نورو هڅو غوښتنه کوي.

د کرهڼي وزارت که څه هم د سږ کال د کرکېلي په اړه څه نه دي ویلي؛ خو وایي چې د تېرو کلونو په پرتله ئې کښت زیات شوی دی.

انجه بو طبیبي بوټی دی چې تر ډېره د درملو په جوړولو کي کار ځني اخستل کېږي.