کندهار تدریسي روغتون کي ۱ نیمګړې پروژه پیل شوې

کندهار تدریسي روغتون کي ۱ نیمګړې پروژه پیل شوې


  • 4 مياشتي دمخه (11/12/2023)
  • شریف ولیزاد
  • 175

پرون یک شنبه د کندهار ولایت د پوهنتون د طب پوهنځی په تدریسي روغتون کي د همدې روغتون او لیلیې د ودانیو جوړولو نیمګړي کارونه پیل شوي دي.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ویلي چې دغه کارونه په ۱۱۵ میلیونه افغانۍ پیل شوي دي.

هغه همداراز ویلي چې د وزارت په غوښتنه او د ریاست الوزرا په منظورۍ تر دې وروسته په هېواد کې دننه د دولتي پوهنتونونو په ماسټري او دوکتوراوو بوختو استادانو لګښت د لوړو زده کړو وزارت له بودجې څخه ورکول کېږي.

د افغان سرپرست حکومت د مشرتابه د هدایت پر بنسټ به په ۲۱۸ میلیونه افغانۍ د کندهار پوهنتون، نیمروز او او زابل لوړو زده کړو مؤسسو د نیمګړو پروژو کارونه پیل او بشپړ شي.