د دربار د غلام بچه ګانو فرهنګي جشن!؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سدوزی
  • 1235

د نن نه څو ورځې دمخه حامد کرزي د هېواد نوې کابینه د افغانستان اولسي جرګې ته د رایې  اخستو لپاره معرفي کړه چې ډېر شمېر یې داسې کسان دي چې یو شمېر غړي یې تخصص نه لري او یو شمېر  نور که تخصص هم لري خو تعهد نه لري چې موږ په دغه لړ کې نوی معرفي شوی وزیر رهین د بېلګې په توګه یادولی شو چې موږ د ده د بدمرغۍ ډېر فلمونه پخپلو سترګو لیدلي دي.
دا چې ولې رهین بیا د افغانستان د فرهنګي چارو نوماند شو دا د دربار د فرهنګي سلاکارانو سلا او مشوره وه چې حامدکرزي ته یې په وار وار په غوږ  کې څڅولې وه چې رهین د دې وزارت وړتیا لري.
زه هغه شمېر فرهنګي غلام بچه ګانو ته ګوته په خوله یم چې آیا له دوی سره کوم زره فرهنګي احساس، فرهنګي اخلاق او فرهنګي وجدان شته چې د رهین غوندې یوه متعصب انسان لپاره اوس په ارګ کې فرهنګي جشن نیسي؟!
که څه هم ځنې کسان زاتاً  داسې وي لکه د رود او سین کاڼي  چې د سېلاب له بهیر  سره  د نا معلوم سفر په لور  کولیږي او داسې کسانو ته د اولس له ګټو نه شخصي ګټې ډېرې خوږې او مهمې وي لکه هېواد مل، یون، معین مرستیال، سنجر او په لسګونو نور یادولی شو چې خپلې خولې یې تر وښکیو پورې   د کرزي لپاره په کمپاین  کې  څیرې  کړې اخر هم د رهین غوندې  د پښتنو قسم خوړلی  دښمن  د هېواد  د فرهنګي  چارو  وزیر شو. که څه هم د شورا وکیلان  ښایي  دغه کرغېړن  انسان  ته رایه ورنکړي.  که چېرې  دوی هم  د هېوادمل  په څېر   غواړي  په شېر پور  کې (چې خلک ورته شېر چور وایي) د کور خاوندان شي او یا د یون  غوندې  چې  څو کورونه په کابل او ننګرهار کې لري د ډېرو شتو څښتن شي ښایي  خپل وجدانونه په سیاسي مارکېټ کې وپلوري. پوښتنه پیدا کیږي چې آیا ببرک کارمل به ډېر سیاسي مداري وه او که  حامدکرزی به ډېر چلاکه وي؟  زما په اند خو که چېرې کارمل یو شوروي وغولوه  ولې کرزي ټوله نړۍ... له امریکا نه راوخله تر برېتانیا پورې له لبه  د خپلې واکمنۍ لپاره وغولول.
ښايي  د هر افغان په یاد وي چې د کرزي مداحانو به وېل  چې د کرزي  اختلاف  خو له امریکا سره د دې لپاره ده چې هغوي په ملکي کسانو بمباري کوي.  او څو ورځې د مخه  چې د لغمان په  هرمل  او نیازیو کې  د امریکا د سرتېرو لخوا ملکي کسان  ووژل شول  ولې هېوادمل صاحب ،کرزي  سوڼ او پوڼ ونکړ. دا ځکه چې اوس کرزي د کابل تخت خپل کړی دی.
د دربار فرهنګي غلام بچه ګانو ته باید په ډاګه شي چې یو د ژبې اقرار دی یو د وجدان غږ  دا  دواړه  چې سره یو نشي   قضاوت  کول ګران دي.
تاسو هغه تش په نوم روڼ اندي استئ چې خپل ځان په هره بڼه مطرح کول غواړي. کله د کابینې لست خپله په ډله ییزو رسانیو کې  خپروي او کله خپله چړیانو  او مریدانو ته لاپې  کوي چې زه وزیر کېدم  خو ما ونه منله.
ولې حقیقت دا دی چې تاسې  درباري  فرهنګیان  هغه څوک یاست چې د تاسو هر یوتن  غواړي رئس وي او  هېڅ یو تن مو نه غواړي چې مرستیال شي.
اوس که  نر وي نو غوږونه دې خپل پرې کړي
چې زما نغمه سړه نشوله سره شوه.