د ۱۹ کلنو آسیا جام؛ افغانستان نن له پاکستان سره لوبه کوي

د ۱۹ کلنو آسیا جام؛ افغانستان نن له پاکستان سره لوبه کوي


  • 1 کال دمخه (12/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 412

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله د اسیا جام سياليو په لړ کې نن له پاکستان سره لوبه کوي. 

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دا لوبه به د کابل پر وخت د سهار لس بجې په دوبۍ کې پیل شي.  

کرکټ بورډ د افغان لوبغاړو انځورونه هم خپاره کړي، چې نننۍ لوبې ته په تمریناتو بوخت دي.  

افغانستان په روان آسیا جام کې تر اوسه دوه لوبې کړې، چې لومړۍ یې هند ته وبایلله، خو دوهمه هغه یې د یکشنبې په ورځ له نیپال څخه وګټله.

د ۱۹ کلنو لوبغاړو په آسیايي جام کې د افغانستان، هند، پاکستان، سریلانکا، بنګلدېش، متحده عربي امارات، نیپال او جاپان لوبډلې برخه لري.