سره صلیب پر ۱۷ زره بندیانو ژمنۍ مرستې وېشلې

سره صلیب پر ۱۷ زره بندیانو ژمنۍ مرستې وېشلې


  • 1 کال دمخه (12/12/2023)
  • شریف ولیزاد
  • 399

د سره صلیب نړیوالي کمېټې ویلي چې په افغانستان کې یې پر ۱۷ زره ۸۰۴ بندیانو ژمنۍ مرستې وېشلې دي.

د یادې کمېټې د افغانستان څانګې تېره ورځ پر اکس پاڼه لیکلې چې په دغه مرستو کې پټوګان، شړۍ او جرابي شاملې دي.

یادې کمېټې که څه هغه زندانونه نه دي مشخص کړي چې دوی مرستې په کښې وېشلي؛ خو سرپرست حکومت زیات بندیان د کابل په پلچرخي زندان کې ساتې.