په خوست ولایت کې له غصب څخه پر خلاصه ځمکه صنعتي پارک جوړېږي چې تېره ورځ یې د یو شمېر پروژو کارونه پیل شوي دي.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست ویلي چې پر یادو پروژو ۱۸ میلونه افغانۍ لګښت راځي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د ۱۲۶۰ متره احاطوي دېوال، د ۲۷۶ متره استنادي دېوال او ۶۰۰ متره د سړکونو جوړول شامل دي.
په یاد ولایت کې دا صنعتي ښارګوټی داسې مهال جوړېږي چې اوس مهال هلته لسګونه فابریکې د ځای نشت له امله په ټپه درېدلي او باور دا دی چې د دې ښارګوټي په جوړېدو سره به دغه ستونزه حل او سلګونه کسانو ته به کارونه هم پیدا شي.