لومړنی سولګر(کمپيوټر) کله جوړشو؟


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • انجنيرجلال آشنا
  • 1414

په دې ليکنه کې دلومړي سولګردجوړېدوپه اړه لنډ مالومات راټول شوي دي ، چې کله رامنځ ته شواولومړنی کس څوک وه ، چې پردې وياړيې ټوله نړۍ پاللې ده.
 له آره سولګردلومړي ځل لپاره دشمېرنې په موخه رامنځته شواونن يې په دفتري کارونو کارونه ډېره شوې ده اوپه نړۍ کې يې حيرانوونکی پرمختګ کړی دی.ويل کېږي ، چې که په نړۍ کې سولګريوازې ديوې ګړۍ لپاره ونه کارول شي ښايي ټوله په ټپه ودرېږي سخت اونه جبرانېدونکي ناورينونه سرووهي اوآن ښايي دنه شتون له امله يې ګڼ شمېروګړي خپل ژوندله لاسه ورکړي.

لومړی سولګرڅنګه رامنځته شو؟
ويل کېږي ، چې په ۱۸۳۷ کال کې چارلس بابج امريکايي رياضي پوه دخپل پرمختګ په موخه نوې هڅې پيل کړې اوغوښتل يې داسې يوڅه ومومي ترڅوله نومړي سره په رياضيکي ډګرکې مرسته وکړي اوکاريې آسانه شي ، کاريې وکړاوبلاخر پردې وتوانېده ترڅودشمېرې ياCounting لپاره Analytical Engine په نوم ماشين جوړکړ ، چې په ښه ډول سره وکولای شي رياضيکي محاسبې په سم ډول پرمخ يوسي اوپه همدې موخه يې ترېنه کاراخيست.
نوموړي ماشين يوازې په Finance برخه کې کارکولای شواو. چارلس بابج غوښتل هغه ته نوره هم وده  ورکړي اوپه نوروبرخوکې ترېنه کارواخلي خوپرې ونه توانېده.
په 1941 کال کې کارندسيوزدبابج سيالۍ ته راودانګل اوغوښتل يې ترهغه په ټکنالوجيکي ډګرکې مخکښ ځان وښيي هغه ترخپلوهڅو وروسته دبرېښنايزوموخولپاره د Z machine  په نوم ماشين جوړکړ. دنوموړي ماشين دبابج دماشين په پرتله يوازينۍ ځانګړنه داوه ، چې په خپلسري ډول سمبالېده اوهره کړنه يې په اټوماټيک ډول سره وه .په دې مانا، چې له بابج څخه يوګام وړاندې تللی وه .همدارنګه نوموړي په ۱۹۴۶ کال کې دسولګرونودتوليدستره کمپنۍ تاسيس کړه اوپرخپلوتوليداتويې پيل وکړ.
په ۱۹۴۶ کې دنوموړي کمپنۍ ترډېروسياليو وروسته پردې وتوانېدله ، چې برېښنايي عددي سمبالګر رامنځته کړي اوهغه په ښه ډول سره ټول حسابي چارې پرمخ بيولې خوبايدوويل شي ، چې له لومړنيوسولګرانوڅخه دنوي ځانګړنه داوه ، چې ترهغه ګړندی وه اوله لږنورنوښت څخه هم برخمن ؤ او دامريکادمتحده ايالاتودبالاسټيک توغنديوپه لابراتورکې دلومړي ځل لپاره وکارول شو.
که څه هم يادشوي سولګرستونزې ترډېره بريده هوارې کړې وې خوپروړاندې يې ناسم فکټورونه هم له ځانه سره لرل اوهغه دا، چې دنوموړي سولګر وزن کابو۲۷ ټنه وه او۱۷۴۶۸ دانې يې خلايي تيوبونه ، ۷۲۰۰ دانې مکعبي برېښنايي ديودونه ، ۱۰۰۰۰ دانې يې زېرمتونونه ، کابو۵ مېليونه داسې ميکانېزمونه ، چې دهغوله لارې ترميمېده اودغه راز د150Kw برېښناپه زوريې په کارپيل کاوه.
که اوسنۍ نړۍ ته سترګې په غورسره وغړووبې شمېره پرمختګونه راغلي دي تاسې وګورئ لومړني سولګر27 ټنه وزل درلوداو اوس وګورئ لب ټاب څومره وزن لري ، چې دسفرلپاره جوړشوی دی همدارنګه نورې ځانګړنې يې هم په ګوته کولای شو. نو ويلای شو، چې نړۍ ورځ تربلې دسخت پرمختګ په لوري درومي او مونږخوارافغانان ديوآرامه ژوندبرخمن نه يوپرمخ تللې ټکنالوجي خوپرځای پرېږده .

ژباړه : انجنيرجلال آشنا
کابل شاه / کندهار