په پلازمېنه کابل کې نن چهارشنبه د آسیا نور فارما د درملو تولیدې فابریکې فعالیت پیل کړی او په دې اړه یو لړ مراسم هم نیول شوې وو.
د معلوماتو له مخې، د دغه فابريکې پر لومړي فاز څلور میلیونه ډالره پانګونه شوې او تمه ده چې دغه پانګونه به ۱۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.
د راپورونو پر اساس، د دغه کارخونې په لومړي فاز کې ۶۸ بېلابېل ډولونه درمل تولید او بسته بندي کېږي.