د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په بادغیس ولایت کې په څه باندې ۳۲ میلیونه افغانۍ د نهو چک ډېمونو جوړولو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت پر ټوېټر لیکلي چې دغه لړۍ نن چهارشنبه په یاد ولایت کې د څلورو چک ډېمونو په جوړولو سره پیل شوې او یو شمېر اوسېدونکو ته کاري زمینه هم په کښې برابره شوې ده.
دا چک ډېمونه داسې مهال جوړېږي چې د تېرو دوو لسیزو وچکالۍ نه یوازې په دا ولایت کې؛ بلکې په نورو ولایتونو کې هم خلک د څښاک پر اوبو حیران کړي دي.