بغلان کې کډوالو ته نژدې ۱۰۰ کورونه جوړ شوې

بغلان کې کډوالو ته نژدې ۱۰۰ کورونه جوړ شوې


  • 9 مياشتي دمخه (14/12/2023)
  • شریف ولیزاد
  • 458

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په بغلان ولایت کې راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته ۱۰۱ کورونه جوړ شوي دي.

د معلوماتو له مخې، هر کور دوې خونې، یو تشناب او یو دهلېز لري چې د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ له خوا جوړ شوې او پر هر یوه درې زره ۳۰۰ امریکایې ډالره لګښت راغلی دی.

د مسؤلینو په وینا، د یادو کورونو د وېش لړۍ پیل شوې او پر اړوندو ثبت شویو کسانو وېشل کېږي.