د بهرنیو چارو سرپرست وزیر: ایران کې دې د افغان کډوالو ستونزې جدي حل شي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر: ایران کې دې د افغان کډوالو ستونزې جدي حل شي


  • 1 کال دمخه (14/12/2023)
  • بصیره وزیري
  • 433

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ا د افغانستان لپاره د ایران له سفیر او د دغه هېواد ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په لیدنه کې ویلي چې په ایران کې دې د افغان کډوالو حقوقي او قضايي ستونزې جدي حل شي.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې  متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي  ا و کلتوري اړیکو پالل اړینه اړتیا بللې.

په همدې حال کې قمي ویلي چې سیمه اییز اتصال او د اقتصادي همکارۍ وده به د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې لاپیاوړې کړي.

په ناسته کې د افغانستان او ایران د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې په دوه اړخیز جدیت او د رغنده کړنو په تر سره کولو ټینګار شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته له ایران سره سوداګري تر بل هر وخت پراخه شوې ده.