نړیوال نظم له هغه ورځې چې نړۍ هست شوې په بدلون کې ده. نړیوال نظم په دوامداره توګه یوه موده وروسته بدلون تجربه کوي او هر بدلون د یو شمیر ملتونو د سرلوړۍ، پرمختګ او نړیوال ځواک جوړیدو کې مرسته کوي خو بله خوا بیا د ډیرو برم، حیثیت او سلطه پکې له منځه ځي.
د بدلون لړۍ د عصر د ټیکنالوجيکي پرمختګ پورې تړلی پاتې شوې او څومره چې د تګ، راتګ او اړیکو وسایل عصري شوي، د نړیوال نظام د بدلون موده هم رالنډه شوې. یو زمان وو، پیړۍ پیړۍ به یو نړیوال نظم او په دغه نظم کې به بادار او برده سره معلوم وو. خو تیرو پنځه سوه کلونو کې د زمان واټن ډیر لنډ شوی او یوازې تیرې پیړۍ کم تر کمه درې وارې په نړیوال نظم کې بدلون تجربه کړ.
لکه څنګه چې مې وویل، بدلیدونکی نړیوال نظم که سترو قوتونو ترمنځ د بادار او برده ټاکنه کوي، په دغه ټیل ما ټیل کې بیا واړه ملتونه تری تیغ کیږي هم. د قطبینو ترمنځ د سړې جګړې څلویښت کلن عمر په ویتنام او کمبوډیا کې لکونه انسانان د بارودو خوراک کړل، کوریا کې یې وروڼه سره په سویلي او شمالي وویشل، نیکاراګوا یې ټوک ټوک کړ او تر ټولو یاده کیسه د افغانستان وه چې د لکونو انسانانو په وژلو، ترهولو او مهاجرتونو یې زمونږ هیواد داسې ژوبل کړ چې تراوسه ځای ته نه راځي.
د تیرو لسو کلونو په اوږدو کې نړۍ بیا د نړیوال نظم بدلون تجربه کوي. د سړې جګړې ګټونکي باداري ننګول کیږي او په همدې لړ کې په بیلا بیلو میدانونو د نړیوال نظم د سردارۍ د ګټلو لپاره واړه ملتونه خاورو سره خاورې کیږي. روان نړیوال نظم تراوسه د یوکراین د ولس قربانۍ په بدله کې پاشیدلو په درشل ولاړه ناټو که د بیرته سره یو ځای کړه، نو د منځني ختیځ بحران د ابراهیمي تړون فوق العاده پرمختګ چې ښايي په منځني ختیځ کې د پیړۍ تر ټولو ستر پرمختګ وو په اوبو لاهو کړ. د ابراهیمي تړون له منځه وړلو، د خپل حریف بوختیاوې زیاتولو او د نړیوال سیاسي شطرنج په لړ کې ښه ځایونو د نیولو په تکل کې لوبغاړي تر هر برید تګ ته چمتو دي. بس خبره همدومره ده چې د دغه له بریدونو اوښتې هڅې قرباني د افغانانو په شان ولسونه وي.
بله خوا نړیوال بدلون روان بهیر ډیر ملتونه د دې سترې لوبې لوبغاړو ته مهم کړي هم دي. چین لګیا دی افریقايي هیوادونو مشرانو ته سټیج ورکوي، بایډن د یو افریقايي هیواد ولسمشر سره په ګډه د فټبال نړیوال جام د لوبې ننداره کوي، او مسکو افریقايي سر مشریزې ته میلمستیاوې برابروي. عرب مشران لګیا دي یوه ته غیږه ورکوي، بل ته سترګک وهي ترڅو وګوري چې کومه خوا یې ډیر ناز وړي، ځانګړی قدر ورکوي او ستر حیثیت ورته قایلیږي. هند لګیا دی د خپل نړیوال دریځ د پیاوړي کولو لپاره د غرب په غیږه کې اوړي را اوړي.
هغو چې د خپل جیو-ستراتیژیک موقعیت له برکته، طبعي سرچینو له امله او یا هم په بل هر دلیل نازولي دي، مزې دې کوي، غرق هغه دي چې زمونږ په شان په دغه سیاسي لوبه کې د نورو لپاره قربانیانې ورکوي او د خپلو قربانیانو د ورکړې لپاره د ملتپالنې او دینپالنې توجیه ګانې لري.
رب دې په ټولو مظلومو ملتونو ورحمیږي، که ورته زیر شو، دغه ملتونه د نړیوال سیاسي نظم د بدلون په درشل کې د خپلو نا اهله مشرانو د بې حکمته پریکړو تاوان ګالي او ګټه یې ټوله پردۍ ده. را روان پنځه کاله به د نړیوال نظم نوې بڼه وړاندې کړي، خو یو شمیر ملتونه ښايي نیمه پیړۍ کې هم ځای ته رانشي.