اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۲۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۲۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه


  • 1 کال دمخه (14/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 468

اروپایي ټولنه په افغانستان کې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره د خوړو نړیوال پروګرام ته ۲۵ میلیونه یورو مرسته ورکوي. 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د اروپايي ټولنې د دغې مرستې اعلانېدو هرکلی کړی دی. 

یاد سازمان ویلي، د اروپايي ټولنې دا نوې بسپنه به په افغانستان کې وږو او بې ځایه شویو کورنیو ته د خوړو په رسولو کې مرسته وکړي.   

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په داسې حال کې چې سخت ژمی هم را روان دی، په هرو درېیو افغانانو کې یو نه پوهېږي، چې د یوه وخت ډوډۍ به له کومه پیدا کوي.