د پاکستان په شمالي وزیرستان کې یوې نوې وسله والې ډلې له خلکو غوښتي، چې د خپلو موټرو تورې ښیښې پاکې کړي.
یادې ډلې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره جدي خبرداری ورکړی، چې خلک باید د ډسمبر تر اتلسمې نېټې د خپلو موټرو ښیښې سپینې کړي، که نه په نښه کوي یې.
باید یاده شي، چې نن د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې د انصار جهاد په نوم یوې بلې نوې وسله والې ډلې د پاکستاني پوځیانو پر مرکز برید کړې و.
د راپورونو له مخې، په دې برید کې دوه پوځیان وژل شوي او څلور نور مرګوني ټپیان دي.
په وروستیو ورځو کې د پاکستاني ځواکونو خلاف بریدونو زور اخیستی دی او د پاکستان حکومت یې د ملامتۍ ګوته افغانستان ته نیسي.